کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ((له نړۍ څخه د لوږې ختمولو لپاره ۶ میلیارده ډالر ورکوم، خو ثبوت؟))
ایلون مسک

((له نړۍ څخه د لوږې ختمولو لپاره ۶ میلیارده ډالر ورکوم، خو ثبوت؟))

د نړۍ یو شتمن کس ایلون مسک په خپل ټویټر په یو پېغام کې ویلي دي، که چېرته په ۶ میلیارده امریکايي ډالرو باندې د نړۍ څخه لوږه ختمېدای شي، نو هغه دې ته تیار دی چې دا پېسې ورکړي دي.

نوموړي دا ټویټ وروسته له هغې کړی دی، چې د ملګرو ملتونو د خواړو پروګرام مشر ډیویډ بیزلي په یوه مرکه کې د میلیاردرانو څخه غوښتنه کړې وه، چې د خلکو د مرستې لپاره دې رامخکې شي.

هغه ويلي و، چې د ۶ میلیارده په مرسته د ۴۲ میلیونه کسانو ژوند ژغورل کېدای شي. هغه د ایلون مسک په نوم اخیستو سره وویل چې په دې خبره پوهېدل ګران کار نه دی.

د ایلون مسک ټوله شتمني ۳۰۰ میلیارده امریکايي ډالره ده، چې د هغه د شتمنۍ یوازې ۲ سلنه ۶ میلیارده امریکايي ډالر کېږي. ایلون مسک وايي چې هغه د دې پېسو ورکولو ته تیار دی، خو هر څه دې د خلکو پر وړاندې ښکاره وي او خلکو ته باید معلومات وشي چې دا پېسې چېرته مصرفېږي. هغه دا هم وویل چې باید دا ثبوت ورته ورکړل شي چې په دغه پېسو به د نړۍ څخه لوږه ختمه شي.

بیزلي نوموړي ته ویلي دي، چې هغه ته دې وخت ورکړي، هغه غواړي چې ورسره وویني او که د هغه وړاندیزونه یې وخت نه شو، نو په هماغه وخت دې یې له خپل کور څخه وباسي.

دا هم ولولئ

سپنتا د جمهوري نظام د ړنګېدو پړه د اشرف غني پر ټیم او خلیلزاد واچوله

د افغانستان ملي امنيت پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا هم د پخواني ولسمشر اشرف …