کورپاڼه / کرکټ / محمد عامر هم د هند پر دویمه ماتې غږېدلی

محمد عامر هم د هند پر دویمه ماتې غږېدلی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی محمد عامر په شل اوریز نړیوال جام کې د هند په پرلپسې ماتو غږېدلی او لوی لامل یې د یادې لوبډلې قسمت ګڼلی دی.

محمد عامر پر ټولنیزه رسنۍ پیغام خپور کړی دی او ویلي یې دي، سره له دې چې هند په نړیوال جام کې ښې لوبې نه دي کړي، خو بیاهم هند یوه غوره لوبډله ده.

نوموړی زیاتوي چې په کرکټ ښه او بده ورځ هم ډېر ارزښت لري او د لوبډلې پر ماته لوبغاړو او د هغوی کورنۍ ته بدې ردې ویل، ډېره ناوړه او شرمناکه کړنه ده.

عامر دغه راز ویلي دي، چې موږ باید دا هېره نه کړو، چې کرکټ یوازې یوه لوبه ده او له دې پرته نور هیڅ هم نه دی.

د یادونې وړ ده، چې هند په روان شل اوریز نړیوال جام کې تر اوسه ښه نه دی ځلېدلی، یعنې بخت ورسره ناځواني پیل کړې او په پرلپسې ډول یې له پاکستان او نیوزیلېنډ څخه ماتئ خوړلې ده.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …