کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان د سریلانکا لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه

انګلستان د سریلانکا لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه

انګلستان لوبډلې د جوس بټلر د یوې په زړه پورې توپ وهنې او سلیزې وهلو پرمټ سریلانکا ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۹مه لوبه د انګلستان او سریلانکا ترمنځ په شارجه کې ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

انګلستان لوبډله په لومړیو کې تر سخت فشار لاندې راغله او لومړۍ درې ویکټې یې ډېر ژر له لاسه ورکړې، خو وروسته د جوس بټلر او ایون مورګن په زړه پورې ملګرتیا یوه ښ هدف ته ورسوله.

د انګلستان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د یوې په زړه پورې لوبې وروسته ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

جوس بټلر د یوې زبردستې پاڼۍ له لوبولو وروسته ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې دا د نړیوال جام لومړنۍ سلیزه هم شوه. دغه راز ایون مورګن بیا ۴۰ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره ونیندو هسرنګا ډي سلوا ښه توي اچونه وکړه، درې لوبغاړي یې وسوځول، چې په دې سره یې په نړیوال شل اوریزو لوبو کې ۵۰ ویکټې هم پوره کړې.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …