کورپاڼه / کرکټ / د انګلستان د دوو ایشیز سیالیو اتل لوبډلمشر ایلن لیمب د پروستات په سرطان اخته شوی

د انګلستان د دوو ایشیز سیالیو اتل لوبډلمشر ایلن لیمب د پروستات په سرطان اخته شوی

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبډلمشر ایلن لیمب د پروستات په سرطان اخته شوي دي. نوموړي له خلکو غوښتنه کړې چې په منظم ډول دې خپل (پي ایس ای) معاینات ترسره کړي.

د انګلستان د ټیسټ لوبو پخواني لوبډلمشر ایلن لیمب، چې ۶۷ کاله عمر لري، پر خپله ټویټرپاڼه ویلي دي چې په دې وروستیو کې یې د پروستات سرطان تشخیص او له یوې میاشتې راهیسې د درملنې لاندې دی.

نوموړي له ټولو خلکو غوښتنه کړې چې خپل (پي ایس ای) دې هر وخت معاینه کوۍ، ځکه چې د پروستات سرطان یو داسې سرطاني ناروغي ده، چې ډېر وخت یې نښې نه څرګندېږي. هغه زیاته کړې چې له خپلې انا تېر شئ او روغتیا ته مو پاملرنه وکړئ.

د یادونې وړ ده چې (پي ایس ای) د پروستات د سرطان معاینه ده، د یو صحت مند انسان د پۍ ایس ای اندازه تر ۲.۵ پوري وي، که چېرته دا اندازه له ۲.۶ څخه تر څلورو ترمنځ وي، که څه هم سرطان به نه وي خو د خطر زنګ هرو مرو وي.

باید یاده کړم چې ایلن لیمب په سویلي افریقا کې زېږېدلی خو لوبې یې د هند لپاره ترسره کړي دي او د خپلې لوبډلې لپاره یې دوه د ایشیز اتلولۍ هم ګټلي، درې نړیوال جامونه یې هم لوبولي او پخپل کیریر کې یې ۷۹ ټیسټ او ۱۲۲ یوه ورځنۍ لوبې کړي دي.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …