کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان: د پخواني لوبډلمشر او لوبغاړي په توګه دا ژمنه کوم چې د کرکټ د پرمختګ لپاره به همېشه اماده یم
اصغر افغان

اصغر افغان: د پخواني لوبډلمشر او لوبغاړي په توګه دا ژمنه کوم چې د کرکټ د پرمختګ لپاره به همېشه اماده یم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او لوبغاړي اصغر افغان تېره ورځ له هر ډول نړیوال کرکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ، هغه خپله وروستۍ لوبه تېره ورځ د نمیبیا پر وړاندې ترسره کړه.

له کرکټ څخه د خپلې استعفا وروسته اصغر افغان په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې یو پوسټ کړی دی او ویلي یې دي چې هغه به د کرکټ د لا ښه پرمختګ لپاره همېشه اماده وي.

نوموړي په خپل پوسټ کې لیکي: ((خوښ یم او پوره د ویاړ احساس لرم چې پرون مې له ۱۶ ویاړلو کلونو وروسته له نړیوال‌ کرکټ سره مخه ښه وکړه. په همدې پار د خپلې کورنۍ، ورونو، ملگرو، مینه والو او ټولو هیوادوالو له همیشني ملاتړ څخه‌ مننه کوم چې د ژوند په ټولو لوړو ژورو کې راسره تل مل‌ وو.))

هغه زیاتوي: ((له فرصت څخه په استفادې غواړم د کرکټ نړیوالې شورا، افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه، زمونږ ویاړلو او زړه ته رانږدې ملي اتلانو، د کرکټ نړۍ نړیوالو ستورو او ټولو مینه‌والو له پیغامونو څخه هم مننه وکړم چې د گڼو پیغامونو له لارې یې پیرزوینې او‌ د لابریاوو‌ غوښتنې کړي دي.))

اصغر افغان په پای کې لیکي: ((د یوه هیوادپاله ځوان او افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر او لوبغاړي په توگه دا ژمنه کوم چې (انشاالله) د هیوادني کرکټ لاښه پرمختگ لپاره به همیشه آماده یم او په پوره ویاړ، پیاوړي هوډ او غښتلي تعهد به خپل ویاړلی کرکټ د کرکټ نړۍ هسکو‌ ته رسوو!.))

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …