کورپاڼه / خبرونه / سریلانکایي لوبغاړي ونیندو هسرنګا په نړیوالو شل اوریزو کې یو بل ویار هم ترلاسه کړ

سریلانکایي لوبغاړي ونیندو هسرنګا په نړیوالو شل اوریزو کې یو بل ویار هم ترلاسه کړ

د سریلانکا ورو توپ اچونکي ونیندو هسرنګا ډي سلوا، چې په تېره لوبه کې یې هیټریک کړی و، دا ځل یې په نړیوالو شل اوریزو کې یو بل ویار هم ترلاسه کړ.

نوموړي دویم سریلانکا او په مجموع کې پنځه لوبغاړی شو، چې په نړیوال شل اوریزو لوبو کې چټکې ۵۰ ویکټې پوره کوي. هسرنګا په ۳۲ نړیوالو شل اوریزو کې یاد هدف ته ځان ورساوه.

په دې نوملړ کې لومړنی لوبغاړی هم د سریلانکا ورو توپ اچونکی اجنتا مینډیس دی، مینډیس په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ترټولو چټکې ۵۰ ویکټې په ۲۶ لوبو کې ترلاسه کړي او ریکارډ یې تر اوسه نه دی مات شوی.

دویم مقام د ایرلېنډ لوبغاړي مارک ادیر سره دی، هغه په ۲۸ لوبو کې د ویکټو نیمه سلیزه وهلې ده او دریم مقام بیا د سویلي افریقا د ورو توپ اچونکي عمران طاهر دی، هغه په ۳۱ لوبو کې ۵۰ چټکې ویکټې ترلاسه کړي دي.

څلورم مقام له افغان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان سره دی، نوموړي هم په ۳۱ لوبو کې چټکې ۵۰ ویکټې اخیستي، خو دغه مخکښ افغان لوبغاړي څه موده وړاندې په نړیوال شل اوریزو لوبو کې ترټولو چټکې ۱۰۰ ویکټې هم پوره کړې او دې کارنامې ته په ۵۳ لوبه کې ورسېده.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …