کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان لوبډلې د نړیوال جام څلورم بریا هم خپله کړه

انګلستان لوبډلې د نړیوال جام څلورم بریا هم خپله کړه

انګلستان لوبډلې د خپلو بریاوو تسلسل وساتلی شو او سریلانکا ته یې په ماتې ورکولو په پرلپسې څلورمه لوبه کې هم بریا خپله کړه.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۹مه لوبه د انګلستان او سریلانکا ترمنځ په شارجه کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

د انګلستان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د یوې په زړه پورې لوبې وروسته ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

جوس بټلر د یوې زبردستې پاڼۍ له لوبولو وروسته ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې دا د نړیوال جام لومړنۍ سلیزه هم شوه. دغه راز ایون مورګن بیا ۴۰ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره ونیندو هسرنګا ډي سلوا ښه توي اچونه وکړه، درې لوبغاړي یې وسوځول، چې په دې سره یې په نړیوال شل اوریزو لوبو کې ۵۰ ویکټې هم پوره کړې.

د سریلانکا لوبډلې ونشو کړای چې د ۱۶۴ منډو هدف ترلاسه کړي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۷ منډې وکړې او په ۲۶ منډو یې ماتې وخوړه.

د سریلانکا لپاره بهنوکا اسلانکا ۲۶، داسن شانکا ۲۶ او ونیندو هسرنګا ۳۴ ترټولو زیاتې منې وکړې. د انګستان لپاره معین علي، کریس جورډن او عادل رشید دوه-دوه، لیام لیونګسټون او کریس ووکس یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …