کورپاڼه / هنر او کلتور / سیتا قاسمي د اړمنو هېوادوالو سره د مرستې کمپاین پیل کړ

سیتا قاسمي د اړمنو هېوادوالو سره د مرستې کمپاین پیل کړ

د هېواد نامتو سندرغاړې سیتا قاسمي په روان اقتصادي ناورین کې، چې د لوږې له امله ځینو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د اړمنو هېوادوالو سره د مرستې کمپاین پیل کړ.

سیتا قاسمي په یو ویډیویي پیغام کې ویلي دي:((اوس په هېواد کې داسې حالات راغلي، چې ډېر شمېر خلک یې مرستې ته اړتیا لري او کوچنیو خوږو ماشومانو له لوږې خپل ژوند له لاسه ورکړی. کله چې ما دا خبر واورېده نو ډېره زیاته خپه شوم.))

قاسمي زیاته کړې:((پرېکړه مې وکړه چې موږ او تاسو په ګډه یو کار وکړو، ما په افغانستان کې له خپلو همکارانو سره خبرې وکړې او ورته مې وویل چې موږ څه کولی شو؟ موږ کولی شو چې پیسو راټولې کړو او هغه هېوادوالو سره د لومړیو توکو لکه اوړو، غوړیو او لرګیو مرسته وکړو، ډېره زیاته اړتیا ورته لري.))

نوموړې وایي، راځئ چې یو بل ته لاس ورکړو او د خپلو خلکو ستونزې حل کړو، په دې موخه هغې پر خپله فیسبوک د وټساپ شمېره هم خپره کړې او له خلکو یې غوښتنه کړې چې د خپل وس مطابق مرسته وکړي.

سیتا قاسمي وایي، چې په مرسته شوو روپیو به اړمنو هېوادوالو ته لومړني توکي، هغوی ورته اوس سخته اړتیا لرو، اخلو او پر ټولنیزو رسنیو به د مرسته شوو روپیو اندازه، د مرسته کوونکي نوم او د اخیستل شوو شیانو قیمت هم لیکو.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …