کورپاڼه / روغتيا / آیا ډېرې کېلې خوړل په رښتیا هم خطرناکې وي؟

آیا ډېرې کېلې خوړل په رښتیا هم خطرناکې وي؟

کېله یو له هغه میوو څخه ده، چې غوره غذایي مواد لري او زموږ روغتیا ته خورا ګټوره وي. لکه څنګه چې کېله پخپل ترکیب کې پوتاشیم او پیسټین (یو ډول فایبر) لري، نو په همدې سبب بدن ته میګنیزیم، ویټامین سي او ویټامین بي۶ برابروي.

ځینې ورزشکاران په ځانګړي توګه فوټبالران کېلې استعمالوي او دا ددې لپاره خوري چې انرژي یې ډېروي، خو آیا اورېدلې مو دي چې په ورځ کې ډېرې کېلې خوړل خطرناک وي او دا هم ویل کېږي چې په یو وخت له شپږو ډېرې کېلې خوړل د مړینې سبب کېږي، آیا دا رښتیا دي؟

دا خبره ډېره حیرانوونکې ده چې ډېر کېلې خوړل د روغتیا لپاره خطرناک وي، په حقیقت کې ځینې کسان دا فکر کوي چې د کېلې پوتاشیم د مړینې سبب کېږي، یعنې شپږ کېلې بدن ته دومره پوتاشیم ورکوي چې د مړینې سبب کېږي.

اوس پوښتنه داده چې پوتاشیم څومره خطرناک وی؟ په حقیقت کې خو پوتاشیم د ژوند لپاره اړین وي او د بدن په هره حجره کې وي. روغتیاپالان وایي چې پوتاشیم د حجرو فعالیت لپاره انرژي برابروي، د زړه ضربان ښه ساتي، د وینې شکر او فشار هم کابو کوي.

خو که چېرته پوتاشیم لږ ډېر یا کم شي نو د زړه ضربان بې ترتیبه کوي او ترڅنګ یې د خېټې درد، کانګې او د بدهضمۍ ستونزې پیدا کوي. خو دا هم ویل کېږي چې له کېلې څخه لاسته راغلي پوتاشیم خطرناک نه وي.

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …