کورپاڼه / کرکټ / شعیب اختر: هند به له افغانستان هم ماته خوري

شعیب اختر: هند به له افغانستان هم ماته خوري

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعیب اختر وړاندوینه کړې، چې هندۍ لوبډله پخپله راتلونکې لوبه کې هم د بریا خوند نشي څکلی.

نوموړي له یوه پاکستاني تلویزون سره په خبرو کې د هندۍ لوبډلې په تېرو دوو خرابو لوبو څرګندونې کړي او زیاته کړې یې ده که چېرته د افغانستان پر وړاندې هند پچه بایلي نو لوبه به هم وبایلي.

دا په داسې حال کې ده، چې شعیب اختر د نیوزیلېنډ پر وړاندې د هند پر لوبه هم وړاندوینه کړې وه، چې بیا رښتیا شوه او هندۍ لوبډله له ماتې سره مخ شوه.

د یادونې وړ ده، تېره ورځ شعیب اختر پر خپل یوټیوب چینل د یوې ویډیو له لارې وویل، که چېرته هند لوبډله له نړیوال جام څخه بهر شو نو د ټورنمنټ خوند به لاړ شي.

خو هندۍ لوبډله اوس د معجزې په تمه ده او که چېرته د بي ګروپ یوه لوبه هم د هند د خوښې خلاف ترسره شي نو یاده لوبډله به په معجزو هم د مخکې تګ چانس ونلري.

دا هم ولولئ

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) …