کورپاڼه / ريکارډونه / ایون مورګن د نړیوال شل اوریزو لوبو ترټولو بریالی لوبډلمشر شو؛ اصغر افغان یې شاته کړ

ایون مورګن د نړیوال شل اوریزو لوبو ترټولو بریالی لوبډلمشر شو؛ اصغر افغان یې شاته کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ایون مورګن د نړیوال شل اوریزو لوبو ترټولو بریالی لوبډلمشر شو؛ اصغر افغان یې شاته کړ.

ایون مورګن په نړیوال شل اوریزو لوبو کې د لوبډلمشر په توګه ترټولو زیاتې لوبې ګټونکی ونومول شو. نوموړي تېره شپه د نړیوال جام پخپله څلورمه لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او انګلستان ته یې پخپله لوبډلمشرۍ کې ۴۳مه بریا هم ور په برخه کړه.

له دې وړاندې دا کارنامه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان او د هند پخواني مخکښ لوبډلمشر مهیندرا سینګ ډهوني ترسره کړې وه.

اصغر افغان او مهیندرا سینګ ډهوني په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د لوبډلمشرانو په توګه خپلو لوبډلو ته ۴۲-۴۲ لوبې ګټلې وې، خو اوس دویم او دریم مقام لري.

د یادونې وړ ده، چې اصغر افغان یوه ورځ وړاندې له هر ډول نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ او مهیندرا سینګ ډهوني بیا ډېر وخت وړاندې نړیوال کرکټ پرېښی دی.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …