کورپاڼه / کرکټ / پر انګلستاني لوبڅارونکې مایکل ګیف بندیز پورې شو

پر انګلستاني لوبڅارونکې مایکل ګیف بندیز پورې شو

په شل اوریز نړیوال جام کې د کورونا د خوندي چاپیریال د سختو قوانین څخه د سرغړونې په سبب انګلستاني لوبڅارونکې مایکل ګیف د شپږ ورځو لپاره کرنتین شو.

د بریتانوي رسنیو له مخې، په نړیوال شل اوریز جام كې د کورونا خوندي چاپیریال له اصولو د سرغړونې پېښه رامنځته شوې، چې له امله يې د انګلستان لوبڅارونکې مايكل ګیف د شپږ ورځني بندېز سره مخ شو.

مایکل ګیف په متحده عربي اماراتو کې په یو هوټل کې د کورونا له سخت چاپیریال څخه سرغړونه کړې او له خلکو سره یې لېدلي دي او آی سي سي په دې اړه څېړنې کوي.

د برتانيې رسنیو د راپور له مخې، مايكل ګیف له اجازې پرته د کورونا د سخت چاپیریال نه بهر د خلكو ليدلو ته تللى وو، په داسې حال كښې چې د آی سي سي لخوا د نړیوال شل اوریز جام کې د لوبڅارانو او لوبغاړو لپاره یو ډول سخت پروتوکول جوړ شوي.

د آی سي سي ویاند وایي، چې د بایو امنیت مشورتي کمیټې مایکل ګف ته د شپږ ورځو کرنتین امر وکړ. مایکل ګیف د نیوزیلېنډ او هند لوبې پرمهال لوبڅار ټاکل شوی، پرځای یې مرایس ایراسمس لوبڅارنه وکړه او مایکل به هره ورځ معاینه کېږي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …