کورپاڼه / روغتيا / سهار په تشه ګېډه د ایشېدلې هګۍ د خوړلو حیرانوونکې ګټې

سهار په تشه ګېډه د ایشېدلې هګۍ د خوړلو حیرانوونکې ګټې

ناشته یا سباناری پرېښودل نه یوازې د وزن ډېروالي سبب کېږي، بلکې حافظه یا یاداښت هم اغېزمنوي. سهار په تشه ګېډه یوه دانه هګۍ خوړل انسان ټوله ورځ تازه ساتي او د لوږې احساس نه ورکوي.

سربیره پردې، په ورځ کې یوه هګۍ د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي، هګۍ په ډېره اندازه صحي غوړ او په خورا کمه اندازه کالوري لري. دغه راز هګۍ پخپل جوړښت کې پروټین هم لري چې د بدن اړین امینو اسید لري.

د هګۍ ژیړ کې یوازې ۷۸ کالوري وي، که چېرته غواړئ چې یو څو اضافي وزن په چټکۍ سره کم کړئ، نو کولی شئ د صحي سباناري لپاره په سهار کې له دوو څخه تر څلورو هګیو اضافه کړئ.

هګۍ دوه اړین انټي اکسیډنټ لري چې د سترګو لید یا دید په ښه کولو کې مرسته کوي. دا انټي اکسیډنټونه د الټرا وایلیټ وړانګو له امله د سترګو لید یا دید له زیان څخه ساتي.

د هګۍ ژیړ د وینې کلیسټرول هم لوړوي، خو بیاهم د انسان بدن باید په ورځ کې لږ تر لږه یوه سمه پخه شوې هګۍ وخوري. د یادونې وړ ده چې میوې، سبزيجات، اوبه او شیدې له هغه توکو څخه دي چې د انسان د بدن میټابولیزم پیاوړی کوي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې په ژمي کې د پوستکي له سپوروالي ځان وژغورو؟

په ژمي کې د پوستکي سپوروالی یوه ډېره عامه ستونزه ده، چې د دې ستونزې …