کورپاڼه / کرکټ / جسپریټ بومرا: موږ د پرلپسې سفر په سبب ستړي یو، آرام ته اړتیا لرو

جسپریټ بومرا: موږ د پرلپسې سفر په سبب ستړي یو، آرام ته اړتیا لرو

د شل اوریز نړیوال جام په دویمه لوبه کې له ماتې خوړلو وروسته د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي جسپریټ بومرا ویلي، چې موږ آرام ته اړتیا لرو.

بومرا ویلي دي، چې زموږ لوبډله له کورونا ویروس څخه د خوندي چاپیریال له امله د رامنځته شوو بندیزونه څخه ستړې شوې ده او پر لوبغاړي د شپږ میاشتو پرلپسې سفر اغېزې کړي.

جسپریت بومرا ویلي، کله ناکله دمې یا آرام ته سخت اړتیا وی او کله چې تر شپږ میاشتو له خپلې کورنۍ لېرې وئ، نو دا وخت کورنۍ درته ډېره یادېږي.

هغه وایي، موږ ځینې وختونه په ذهن یا دماغو سره نه لوبېږو، خو کله چې تاسې میدان ته ښکته شئ نو په دې به فکر نه کوئ، خو له کور څخه لرې پاتې کیدل او تر اوږدې مودې لپاره له کورنۍ څخه لېرې والی په دې کې مهم رول لوبوي.

هغه زیاته کړې چې د هند کرکټ بورډ هم هڅه وکړه چې موږ ته ډاډ راکړي، خو دا یو ستونزمن وخت دی، اوس هم نړیواله وبا شتون لري، نو تاسو به د ښه والي هڅه کوئ، خو کله ناکله به ستړي کیږئ او ذهني ستړیا به حس کوئ.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …