کورپاڼه / جالب / سږ کال د غوره الوتونکو جایزه د اوږدې لکۍ لرونکې ښاپېرکیو وګټله

سږ کال د غوره الوتونکو جایزه د اوږدې لکۍ لرونکې ښاپېرکیو وګټله

په نیوزیلېنډ کې د اوږدې لکۍ لرونکو ښاپېرکو د روان کال د غوره الوتونکو جایزه په خپل نوم کړه. د ماښام ښاپېرکیو دغه جایزه د رایو پر اساس وګټله.

د (فوریسټ اینډ برډ) په نوم د ادارې له لورې په سیالیو کې د لومړي ځل لپاره ښاپېرکي شامل شول او نیوزیلېنډ ښاپېرکیو (پیکا پیکا تو روا) په دې سیالیو کې د درې زره رایو په اخیستلو اول مقام خپل کړ.

یاده اداره وایي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال ډېرې رایې اچول شوي او نایابه ښاپېرکیو د درې زره رایو په اخیستلو لومړی مقام خپل کړ. باید یاده کړم چې له اوولس کلونو راهیسې دا سیالۍ ترسره کېږي او د رایو په ذریعه غوره الوتونکي ټاکل کېږي.

د پیکا پیکا تو روا یا د اوږدې لکۍ لرونکي ښاپېرکي په نیوزیلېنډ کې د موندل کېدونکو ښاپېرکیو له دوو ډولونو څخه دي او دا د نړۍ ترټولو نایابه تي لرونکی حیوان ګڼل کېږي.

ښاپېرک د نیوزیلېنډ یواځینی پلرنی ځمکني تي لرونکی هم دی، چې په ملي کچه یې مهم ګڼي. ددې ښاپېرک اندازه د ګوتمې هومره وي او کله چې پیدا شي نو د شاتو د مچیو په اندازه وي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …