کورپاڼه / خبرونه / کیون پیټرسن: انګلستان ته یوازې افغانستان یا پاکستان ماته ورکولی شي

کیون پیټرسن: انګلستان ته یوازې افغانستان یا پاکستان ماته ورکولی شي

د انګلستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر کیون پیترسن وايي، یوازې افغانستان یا پاکستان په روان نړیوال شل اوره جام کې انګلیستان ته ماتې ورکولی شي.

نوموړي پخپلو څرګندونو کې ویلي دي، یوازې افغانستان او پاکستان کولي شي چې په هغه صورت کې انګلیستان ته ماتې ورکړي، چې په استعمال شوي ویشتنځای لوبه وکړي.

پیترسن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي:((یوازې پاکستان یا افغانستان په نړیوال شل اوره جام کې انګلیستان ته ماتې ورکولی شي، خو په دې صورت کې چې لوبه باید د شارجې پر استعمال شوې ویشتنځای وشي.))

نوموړی زیاتوي چې که چېرته په بل هرځای کې د دوی ترمنځ لوبه ترسره شي نو د (چلسي) فوټبال په څېر به نړیوال جام د انګلستان لوبډلې په برخه وي.

انګلستان لوبډله د نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو په الف ګروپ کې له سریلانکا، استرالیا، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز او بنګله دېش سره لوبېږي. یادې لوبډلې تر اوسه څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلي دي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …