خپلواک وېبپاڼه (١٠ دسمبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو او ښايستوکې فلمي ستورې کرينه کپور وايي، چې هغې له واده مخکې دوه ځلې سېف علي خان ته انکار کړى و.
د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د کرينه کپور او سېف علي خان جوړه د هندي سينما يوه مشهوره واده کړې جوړه ده. دواړه په ٢٠٠٨ کال کې د (ټشن) فلم د ثبت پر مهال پر يو بل ميين شو او په ٢٠١٢ کال کې بيا دواړو واده وکړ.
خو وايي، چې د هندي سينما (بېبو) کرينه کپور له واده مخکې دوه ځلې د سېف علي خان د واده وړانديز رد کړى و.
د (پنک ولا) سره په خپله مرکه کې کرينه کپور وويل، چې له واده مخکې سېف علي خان ورته دوه ځلې د واده وړانديز وکړ، خو هغې ونه مانه. خو په دريم ځل يې د هغه د واده وړانديز ومانه. کرينه کپور وايي چې له سېف علي خان سره د واده کولو پرېکړه يې د ژوند تر ټولو ښه پرېکړه وه.
کرينه کپور وايي چې يو ځل ورته سېف علي خان په يونان او بل ځل په لداخ کې د واده وړانديز کړى و. کرينه کپور وايي، هغه مهال مې سېف علي خان ته وويل، چې زه نه پوهېږم چې زه تا پېژنم.
هغه وايي، دا خبره مې ورته په دې وکړه، چې زه غواړم تا نور هم وپېژنم. کرينه کپور وايي، له سېف علي خان سره د واده پرېکړه يې د ژوند تر ټولو غوره او ښه پرېکړه وه.
د يادولو ده چې کرينه کپور او سېف علي خان په وروستي ځل په (اېجنټ ونود) فلم کې يو ځاى راغلي و، چې دغه فلم په ٢٠١٢ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و، خو دواړه اوس بيا هم غواړي چې په يو بل فلم کې ګډ کار وکړي.
دواړو د څو کلونو د مينې او يو ځاى اوسېدو نه وروسته د واده پرېکړه کړې وه، چې اوس يې د تېمور علي خان په نوم يو زوى هم دى، چې وخت نا وخت د رسنيو سر ټکى ګرځي.