کورپاڼه / روغتيا / که د وینې کمښت لرئ نو له دې ډول مېوو ګټه پورته کړئ

که د وینې کمښت لرئ نو له دې ډول مېوو ګټه پورته کړئ

نامناسبه خوراک، د پښتورګو او ینې ناروغۍ هغه لاملونه دي چې ښایي د وینې کمښت رامنځته کړي. که څه هم د وینې پوره کولو لپاره درمل شته خو د خوراکي توکو کارپوهان وایي که غواړئ په طبیعي ډول وینه پوره کړئ نو ځینې مېوې وخورئ.

که څه هم مېوې نه شي کولی په بشپړ ډول د وینې کمښت ستونزه حل کړي، خو بیا هم د ځینو مېوو په ترکیب کې شته اوسپنه د بدن برخه کېدلی او یاده ستونزه تر یوه حده حل کولی شي.

روغتیاپالان وایي، ځیني هغه خواړه چې پخپل ترکیب کې اوسپنه لري او له لیمو سره یوځاس وخوړل شي نو د بدن د اړتیا وړ اوسپنه پوره کولی شي.

لېمو او مالټه: لېمو او مالټه دواړه د ويټامین سي لرونکې مېوې دي او پر مجموعي روغتیا هم مثبتې اغېزې کوي. که چېرته په سباناري کې د مالټې له جوسو څخه ګټه واخیستل شي او په سلاد کې لېمو وکارول شي نو د وینې کمښت پوره کوي.

آلو بخاره: آلو بخاره د مېوو له ډلې هغه مېوه ده چې ګڼې روغتیایي ګټې لري. دا مېوه هضم ښه کوي، قبضیت او التهاب له منځه وړي، دردونه اراموي او د وینې د کمښت مخه نیسي.

مڼه او ناک: کېدای شي اورېدلي مو وي چې په ورځني ډول د یوې مڼې خوړل مو له ګڼو ناروغیو څخه ژغوري. دغه راز ناک هم د هغو مېوو څخه دی چې د مڼې په څېر د بدن اوسپنه پوره کوي.

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …