کورپاڼه / کرکټ / جوس بټلر د سریلانکا پر وړاندې د سلیزې په وهلو یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

جوس بټلر د سریلانکا پر وړاندې د سلیزې په وهلو یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

تېره ورځ په نړیوال شل اوریز جام کې د انګلستان او سریلانکا لوبډلې سره مخ شوې او انګلستان لوبډلې وکولی شول، چې د جوس بټلر د سلیزې پرمټ بریا ترلاسه کړي.

دا سلیزه نه یوازې د روان نړیوال جام لومړنۍ سلیزه وه، بلکې د جوس بټلر د شل اوریزو لوبو اوله سلیزه هم وه. نوموړی په دې سره د انګلستان لوبډلې یو له هغه لوبغاړو څخه ونومول شو، چې په د کرکټ په درې واړه فارمټونو کې سلیزې جوړوي.

د انګلستان کرکټ بورډ ویلي دي، جوس بټلر لومړی انګلستانی لوبغاړی چې په ټیسټ، یوه ورځني او شل اوریز کرکټ کې سلیزې وهي. له نوموړي وړاندې د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام پرمهال ایلیکس هیلز هم سلیزه وهلې وه، خو هغه په ټیسټ لوبو کې دا کارنامه نه وه کړې.

د یادونې وړ ده، جوس بټلر د سریلانکا پر وړاندې په ۶۷ توپونو د شپږو شپږیزو او شپږو څلوریزو په مرسته ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او اتم لوبغاړی شو چې په نړیوال شل اوریز جام کې سلیزه وهي.

له ۲۰۰۷ کال راهیسې تر اوسه پورې په نړیوال شل اوریزو جامونو کې نهه سلیزې وهل شوي او لومړی لوبغاړی چې دوه سلیزې لري، هغه د ویسټ انډیز مخکښ توپ وهونکی کریس ګیل دی.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …