کورپاڼه / کرکټ / بابر اعظم: مخالفې لوبډلې ته موقع ورکول لوبه بایلل شي

بابر اعظم: مخالفې لوبډلې ته موقع ورکول لوبه بایلل شي

د پاکستان کرکټ لوبډله په نړیوال جام کې د دریو پرلپسې بریاوو وروسته نن ورځ د نمیبیا کرکټ لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. که څه هم د نمیبیا لوبډله یوه کمزورې لوبډله ده خو په کرکټ کې باید دا تېروتنه ترسره نشي.

د پاکستان کرکټ لوبډلمشر بابر اعظم په دې اړه له یوې رسنۍ سره مرکه کړې او پر ټولو هغه پلانونو یې خبرې کړي، چې د نمیبیا پر وړاندې عملي کوي.

نوموړي ویلي دي، که چېرته مخالف ته موقع ورکوې او لوبډله کې بدلون راولې نو هغوی درڅخه لوبه ګټلی شي، خو موږ اراده داده چې پاکستان باید یوه پیاوړې لوبډله اوسي.

خو بابر اعظم دا هم وویل، ښایي د نمیبیا پر وړاندې په لوبډله کې دوه بدلونونه راولو او حسن علي او عماد وسیم له لوبډلې کېنوو او پرځای یې وسیم جونیر او محمد نواز پورته کړو.

د یادونې وړ ده، چې پاکستانۍ لوبډله به نن ماښام پخپله څلورمه لوبه کې د نمیبیا له لوبډلې سره مخ شي او ددې لوبې په بریا به نېغ په نېغه نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …