کورپاڼه / کرکټ / د هند له پرلپسې ماتو وروسته پر (آی پي اېل) هم پوښتنې راپورته شوي

د هند له پرلپسې ماتو وروسته پر (آی پي اېل) هم پوښتنې راپورته شوي

په روان نړیوال شل اوریز جام کې د هند پرلپسې ماتو نه یوازې دا چې یاده لوبډله تر سختو نېوکو لاندې راغلې بلکې د هند غوره لیګ (آی پي اېل) په اړه هم پوښتنې راپورته شوي.

د انګلستان پخواني لوبډلمشر مایکل وان ویلي، چې هند خپلو لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي چې د نورو هېوادونو په لیګونو کې ولوبېږي، چې دا کار یې د تجربو د ترلاسه کولو مخه نیسي.

د هند له ماتو وروسته د یادې لوبډلې یو مینوالو پر کرکټ بورډ نېوکې وکړې او و یې ویل چې له ماتو یو څه زده کړئ، کله چې تاسې مغروره شئ نو داسې خو به کېږي، اوس نو د آرام ساه واخلئ، دا آی پي اېل نه دی بلکې نړیوال کرکټ دی.

په نړیوال جام کې هندۍ لوبډلې دوه پرلپسې ماتې خوړلي، په لومړۍ لوبه کې یې له خپل سرسخت سیال پاکستان څخه په لس ویکټو او دویمه لوبه کې یې له نیوزیلېنډ څخه په اتو ویکټو ماتې وخوړه.

که څه هم، ددې امکان ډېر کم دی چې هند لوبډله به بل پړاو ته لار ومومي خو سبا ورځ به د افغانستان کرکټ لوبډلې سره په دریمه لوبه کې خپل بخت وازمایي.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …