کورپاڼه / جالب / یوې جوړې د خپلو یوولسو ماشومانو د نومونو لپاره یوازې د انګلیسي له څلورو تورو ګټه اخیستې

یوې جوړې د خپلو یوولسو ماشومانو د نومونو لپاره یوازې د انګلیسي له څلورو تورو ګټه اخیستې

یوې جوړې، یعنې ښځې او خاوند د خپلو یوولسو ماشومانو د نومونو لپاره یوازې د انګلیسي له څلورو تورو ګټه اخیستې او په دې کار یې ټول خلک حیران کړي دي.

په بلجیم کې یوه جوړه د یوولس ماشومانو والدین دی، چې اوه انجونې او څلور پکې هلکان دي او په زړه پورې یې دادی چې د ټولو نومونه د انګلیسي له څلور تورو (ALEX) څخه ایښودل شوي.

د ګوینی بلینکرټ او مرینو ونینو د مشر زوی نوم، چې دیارلس کاله عمر لري، (Alex) دی، په هغې پسې د نورو ماشومانو نومونه یې (Axel، Xela، Lexa، Xael، Xeal، Exla، Leax، Xale، Elax) او ترټولو کوچنی یې، چې شپږ میاشتې عمر لري، (Alxe) نومېږي.

د ماشومانو مور ګوینی بلینکرټ وایي، موږ د مشر زوی نوم مو د مرینو د ناسکه پلار له نوم څخه خوښ کړ، ځکه چې د هغه نوم پر موږ ډېر ښه لګېده.

نوموړې زیاتوي، دویم زوی ته مو د (Axel) نوم کېښود او له هغې وروسته مو حس کړه چې د نومونو توري یې یو شان دي او بیا مو دا لړۍ پیل کړه. په راتلونکې کال کې د یو ماشوم د زېږون هیله شته او هغه ته به هم له همدې څلورو تورو نوم ږدو.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …