کورپاڼه / جالب / د اندونیزیا ماهي نېونکو د سرو زرو ټاپو موندلی

د اندونیزیا ماهي نېونکو د سرو زرو ټاپو موندلی

د اندونیزیا ماهي نېونکي ادعا کوي چې دوی د سماټرا ټاپو هغه ځای کشف کړی، چې د سرو زرو د ټاپو په نوم سره یادېږي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس، د اندونیزیا ماهي نېونکو دعوه کړې چې د سرو زرو هغه ټاپو یې موندلی، چې له نن څخه اوه سوه کاله وړاندې عایب یا ورک شوی و.

ځایي ماهي نېونکي له تېرو پنځو کلونو راهیسې ددې پټې خزانې په لټه کې ول، خو بالاخره هغوی د شپې پرمهال د اندونیزیا د پیلم بینګ ښار تر څېرمه د موسي په سیند د لامبو وهلو پرمهال ومونده.

راپور زیاتوي، ماهي نېونکو له یادې خزانې څخه لوړه بیه الماس یا قیمتي ډبرې، د سرو زرو ګوتمۍ، سکې او د ژېړو ساعتونه موندلي او ترڅنګ یې د اتمې پېرۍ د ګاڼو څخه جوړه د بودا مجسمه یې هم موندلې ده.

دا موندل شوې خزانه د (سري ویجایا) د تهذیب ده، کوم چې د اوومې او دیارلسمې پېړۍ ترمنځ پیاوړې بادشاهي وه او دا بادشاهي یو پېړۍ وروسته په حیرانوونکې توګه ورکه شوه.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …