کورپاڼه / روغتيا / امروت مو له یو زیات شمېر ناروغیو څخه ساتي
امرود ١

امروت مو له یو زیات شمېر ناروغیو څخه ساتي

امروت هغه مېوه ده چې د ويټامنونو او معدني موادو یوه ښه منبع بلل کېږي او د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي، خو د شکرې ناروغان بیا دغه مېوه د خوږوالي په سبب نه خوري.

د وینې فشار د کابو کولو لپاره امروت یوه غوره میوه ګڼل کېږي ځکه چې دا د وینې فشار نه لوړوي، خو د خوراکي توکو کارپوهان بیا وایي چې د شکرې ناروغانو لپاره امروت یوه ښه میوه ده، ځکه چې په دې سره په وینه کې د شکر کچه نه لوړیږي.

دغه راز امروت نورې روغتیایې ګټې هم لري او د وینې لوړ فشار د کابو کولو سربېره د هضم لپاره ګټوره ګڼل کېږي. لکه څنګه چې امروت په زیاته اندازه فایبر لري نو د قبض لپاره خورا اغېزمن تمامېږي.

امروت پخپل ترکیب کې ویټامن سي، لایکوپين او انټي اکسایډ لري او د شکرې کچه یې بیا لږه ده. دغه راز په ۱۰۰ ګرامه امروت کې یوازې ۵۲ کالوري وي، چې د شکر ناروغانو ته خطرناکه نه ګڼل کېږي.

ددې ترڅنګ امروت یو شمېر نور ویټامینونه هم لري چې بدن ښه ساتي، زړه ناروغي، هاضمي سیستم، وینې کمښت او د قبض ښه کولو لپاره هم ګټور وي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …