کورپاڼه / کرکټ / هندي اداکار کمال راشد خان د هند لوبډلې ته په زړه پورې مشوره ورکړې

هندي اداکار کمال راشد خان د هند لوبډلې ته په زړه پورې مشوره ورکړې

د هند د پرلپسې ماتو وروسته، چې له پاکستان او نیوزیلېنډ لوبډلو څخه وخوړې، د یاد هېواد فلمي اداکار او شنونکې کمال راشد خان هندۍ لوبډلې ته په زړه پورې مشوره ورکړې ده.

کمال راشد خان په یو ټویټ کې ویلي دي، چې هند خو هسې هم د نړیوال جام له مخکې تګ څخه پاتې دی، خو ددې لپاره چې نیوزیلېنډ هم نیمه پایلوبې ته لار ونه مومي، باید درې واړه لوبې وبایلي.

د نوموړي د ټویټ له مخې، که چېرته هند دا کار وکړي نو نه یوازې نیوزیلېنډ به هم بهر شي بلکې درې واړه لوبډلې به خوشحاله هم شي.

د یادونې وړ ده، چې هند د نړیوال شل اوریز جام د سوپر (۱۲) پړاو کې دوه لوبې ترسره کړي، چې په لومړۍ لوبه کې یې له پاکستان په لس او په دویمه لوبه کې یې له نیوزیلېنډ په اتو ویکټو ماتې خوړلې ده.

دې پرلپسې ماتو نه یوازې دا چې هندي لوبډله تر سختو نېوکو لاندې راوستې، بلکې نیمه پایلوبې ته یې رسېدل هم معجزې ته اړتیا لري.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …