کورپاڼه / خبرونه / شرف الدین اشرف د اصغر افغان پر ځای پنځلس کسیز نوملړ کې شامل شو

شرف الدین اشرف د اصغر افغان پر ځای پنځلس کسیز نوملړ کې شامل شو

شرف الدین اشرف د اصغر افغان پر ځای پنځلس کسیز نوملړ کې شامل شو. شرف الدین اشرف د نړیوال جام په سفر کې له ملي لوبډلې سره په احتیاطي لوبغاړو لېست کې شامل و.

پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د تېرې لوبې پرمهال، چې له نمیبیا سره ترسره شوه، له نړیوال کرکټ څخه یې استعفاء ورکړ او و یې ویل چې زه د پاکستان پر وړاندې له لوبې بایللو وروسته استعفاء ته اړ شوی یم.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې غواړم په خپلې استعفاء سره نوو ځوانانو ته ځای ورکړم او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان کرکټ په پرمختګ کې به هرو مرو ونډه اخلي.

د نوموړي د استعفاء په سبب د کرکټ نړیوالې شورا د اصول له مخې افغان لوبډلې دا اختیار درلود، چې له احتیاطي لوبغاړو څخه یو لوبغاړی راپورته کړي او ملي لوبډلې د اصغر افغان پرځای شرف الدین اشرف راپورته کړ.

د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې به سبا د نومبر په ۳مه نېټه د ماښام په ۶:۳۰ بجو له هند سره خپله څلورمه لوبه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …