کورپاڼه / خپلواک / نامتو کومېډي اداکار کپل شرما هم پلار شو
کپل شرما

نامتو کومېډي اداکار کپل شرما هم پلار شو

خپلواک وېبپاڼه (١٠ دسمبر ٢٠١٩): د هند نامتو کومېډي اداکار کپل شرما هم د يوې لور پلار شو. د کپل شرما او ګني چتريت لور زېږېدلې ده، چې هغه په دې اړه په خپل ټويټ هم پوسټ کړى دى.

کپل شرما چې په هند کې د (دي کپل شرما شو) خپرونې کوربه دى، دغه خپرونه چې د فلم د نړۍ خلک ورته رابلل کېږي، يوه کومېډي خپرونه ده چې په ټوله نړۍ کې يې مينه وال شته او د هند يوه تر ټولو ډېره کتونکې کومېډي خپرونه هم ده.

کپل شرما د لور زېږېدو وروسته په خپل ټويټر په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې د لور په زېږېدو ډېر خوشحاله يم، ستاسې د ټولو د دعاوو په تمه يم.

د کپل شرما د ټويټ نه وروسته هغه ته د خلکو د مبارکۍ پېغامونه پيل شو، چې نه يوازې د هغه مينه والو هغه ته د لور په زېږېدو مبارکي ورکړه، بلکې د فلمي نړۍ ستورو او همدا راز سياستوالو او حکومتي چارواکو هم هغه ته په پلار کېدو مبارکي ورکړه.

کپل شرما د خپلې مېرمنې د اميندوارۍ په اړه څه وخت مخکې له (ممبۍ مرر) ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې خبرې کړې وې. هغه ويلي و، چې مېرمن يې اميندواره ده او اوس خپله ټوله پاملرنه يې د هغې طرف ته او غواړي چې هر وخت له هغې سره نږدې وي. هغه ويلي و، چې موږ دواړه ډېر خوشحاله يو، خو زما مور بيا تر موږ هم ډېره خوشحاله ده.

کپل شرما په خپله دغه مرکه کې ويلي و، چې موږ اوس په دې نه پوهېږو چې ماشوم به يې هلک وي او که نجلۍ، خو ويل يې چې موږ د دغه ماشوم ډېر په بې صبرۍ سره په تمه يو او د هغه د راتلو لپاره مو هر ډول تيارۍ نيولي دي.

د يادولو ده چې کپل شرما د تېر کال د دسمبر په ١٢مه نېټه له ګني چتريت سره واده کړى و، هغه دوه کاله مخکې له ګني چتريت سره د خپلو اړيکو په اړه خبرې کړې وې او له واده وروسته کپل شرما د (دي کپل شرما شو) يو ځل بيا هم پيل کړه، ځکه دغه کومېډي خپرونه د څه مودې لپاره بنده شوې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …