کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش پرلپسې څلورمه ماتې هم وخوړه

بنګله دېش پرلپسې څلورمه ماتې هم وخوړه

بنګله دېش لوبډلې په پرلپسې څلورمه لوبه کې هم ماتې وخوړه، خو بله خوا د سویلي افریقا د نیمه پایلوبې خوب هم رښتیا کېدو ته نږدې دی.

د نړیوال شل اوریز جام ۳۰مه د بنګله دېش او سویلي افریقا ترمنځ د ابوظبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، په پیل کې سویلي افریقا پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

بنګله دېش لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۴ منډې جوړې کړې، چې لیتن داس ۲۴ او مهدي حسن ۲۷ منډې ورکړې.

د سویلي افریقا لخوا کاګیسو رباډا او انریک نورجه درې-درې لوبغاړي وسوځول. دغه راز تبریز شمسي دوه او ډیوین پریټوریس یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله دېش د ۸۵ منډو هدف په ۱۳.۳ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او بنګله دېش ته یې په شپږ ویکټو ستره ماتې ورکړه.

د سویلي افریقا لخوا وین ډر دوسن ۲۲ او ټمبا بووما ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د بنګله دېش لخوا تسکین احمد دوه، مهدي حسن او نسوم احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …