کورپاڼه / کرکټ / ګوتم ګمبیر: د پاکستان توپ اچونه د نړیوال جام ترټولو پیاوړې توپ اچونه ده

ګوتم ګمبیر: د پاکستان توپ اچونه د نړیوال جام ترټولو پیاوړې توپ اچونه ده

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیلیز توپ وهونکې ګوتم ګمبیر ویلي دي، چې د پاکستان توپ اچونه د نړیوال جام ترټولو پیاوړې توپ اچونه ده.

نوموړي ویلي چې د پاکستان بالینګ اټیک یاده لوبډله تر اتلولۍ هم رسولی شي. هغه د پاکستاني توپ اچونکو په ستاینه کې ویلي دي چې شاهین افریدی په نوي توپ ښه توپ اچونه کوي او حارث رووف بیا په ستونزمن وخت کې توپ اچونه کوي.

نوموړي زیاته کړې ده، چې حارث رووف د پاکستان هغه توپ اچونکی دی چې هم ښه سرعت لري او هم په ښه ډول توپ اچونه کوي.

خو بل لوري ته نوموړي د انګلستان کرکټ لوبډله هم ستایلې ده او دغه لوبډله او ددې لوبډلې د توپ وهنې ترکیب یې د نړیوال جام ترټولو غوره ګڼلی دی.

د یادونې وړ ده، چې انګلستان په ای ګروپ کې څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلي او په بي ګروپ کې پاکستان لوبډلې بیا درې لوبې کړي او درې واړه یې ګټلي دي.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …