کورپاڼه / جالب / په هند کې یو سړي خپله میرمن د هغې عاشق ته ور واده کړې

په هند کې یو سړي خپله میرمن د هغې عاشق ته ور واده کړې

په هند کې یو سړی هغه وخت پر خپله مهربان شو، کله چې یې هغه خپل عاشق ته ور واده کړ او خپل، خپلوان یې په دې کار سره حیران کړل.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د اترپردیش ایالت د ګوروګرام اوسیدونکی، پنکج شرما د روان کال په میې میاشت کې له کومل نومې انجلۍ سره واده کړی و.

د راپورونو له مخې، سره له دې چې د دوی د واده پنځه میاشتې تېرې شوې، خو اړیکې یې ښې نه وې او ورځ تر بلې خرابېدې، حتی خبره تر دې ځایه رسېدلې وه چې کومل په کور کې له هیچا سره خبرې نه کولې.

پنکج شرما له رسنیو سره خبرو کې ويلي، چې ميرمن يې په واده خوشحاله نه وه او غوښتل یې چې د خپل عاشق سره واده وکړي. نوموړی زیاتوي چې ما یې له خبرو اورېدو وروسته غوسه ونه کړه، بلکې کورنۍ ته مې ته وویل.

پنکج زیاتوي، کله چې ستونزه حل نشوه نو د کورني تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې څانګې ته یې یوړه او کله چې هیچاهم راضي نه کړه، نو پرېکړه یې وکړه چې هغه به پرېږدي او خپل عاشق ته به یې واده کوي، چې بیا یې په رسمي ډول ورته وکیل هم ونېوه.

دا هم ولولئ

د کمپیوټر سافټویر لخوا جوړ شوي شپږ شاهکارونه په ۱.۳ میلونه ډالر وپلورل شول

ښایي باور مو رانشي خو دا رښتیا دي چې د مصنوعي ځیرکتیا پر اساس د …