کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان د نمیبیا لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه

پاکستان د نمیبیا لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه

پاکستان یو ځل بیا د پیلیزو توپ وهونکو بابر اعظم او محمد رضوان د یوې غوره توپ وهنې پرمټ د نمیبیا لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

د نړیوال شل اوریز جام ۳۱مه لوبه د پاکستان او نمیبیا ترمنځ د ابوظبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې پاکستان پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

پاکستانۍ لوبډلې په پیل کې ورو توپ وهنه پیل کړ، خو ویکټ یې له لاسه ور نکړه، همدا لامل و چې دواړه پیلز توپ وهونکي سیټ شول او غوره لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه او ورپسې محمد حفیظ هم چټکه توپ وهنه وکړه.

پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۹ منډې جوړې کړې او د نمیبیا لوبډلې ته یې د ۱۹۰ منډو غوره هدف وټاکه.

د پاکستان لپاره بابر اعظم ۷۰، محمد رضوان ۷۹ او محمد حفیظ ۳۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. د نمیبیا لپاره ډیویډ ویسی او جان فریلینک یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …