کورپاڼه / ريکارډونه / بابر اعظم د ویرات کوهلي یو بل ریکارډ هم مات کړ

بابر اعظم د ویرات کوهلي یو بل ریکارډ هم مات کړ

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په خپله څلورمه لوبه کې د نمیبیا لوبډلې ته یو ستر هدف وټاکه او په دې لوبه کې د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم د ویرات کوهلي ریکارډ مات کړ.

بابر اعظم د لوبډلمشر په توګه لومړنی لوبغاړی شو، چې ترټولو زیاتې له پنځوسو زیاتې (۵۰+) منډې جوړوي. نوموړي په نننۍ لوبه کې د نمیبیا پر وړاندې هم له پنځوسو زیاتې یعنې ۷۰ منډې جوړې کړې.

بابر اعظم لومړنۍ لوبډلمشر شو چې په مجموع کې څوارلس ځلې له پنځوسو زیاتې (۵۰+) منډې جوړې او د هندي لوبډلمشر ریکارډ ماتوي.

دغه راز په دې لوبه کې د پاکستان ویکټ ساتونکي محمد رضوان او بابر اعظم په نړیوال شل اوریزو لوبو لومړني لوبغاړي شول، چې په ګډه ډېرې سلیزې جوړوي.

د یادونې وړ ده، چې په نننۍ لوبه کې پاکستان لوبډلې د نمیبیا لوبډلې لپاره په ټاکلو شل اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …