کورپاڼه / کرکټ / یوراج سینګ د کرکټ ډګر ته د راستنېدو اعلان وکړ

یوراج سینګ د کرکټ ډګر ته د راستنېدو اعلان وکړ

د کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسي توپ وهونکي یوراج سینګ اعلان وکړ، چې ډېر ژر به د کرکټ ډګر به راستون شي. نوموړي د بېرته راستنېدو اعلان د ټولنیزې رسنۍ انستاګرام په مرسته کړی دی.

یوراج سینګ پر انستاګرام د ۲۰۱۷ کال د هغه لوبې ویډیو خپره کړې، چې په هغې نوموړي د انګلستان پر وړاندې په ۱۲۷ توپونو ۱۵۰ منډې جوړې کړې وې.

هغه له ویډیو سره ترڅنګ په سرلیک کې لیکلي دي، چې د خلکو غوښتنو ته په کتو هیله ده چې د راتلونکې کال په فبرورۍ میاشت کې په لوبغالي کې ولېدل شم.

یوراج سینګ د خلکو له مینې مننه کړې ده او ویلي یې دي چې زموږ لوبډله سپورټ کړئ یا یې ملاتړ وکړئ، ځکه چې یو رښتینی مینوال په ستونزمن وخت کې هم د خپلې لوبډلې ملاتړ نه پرېږدي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Yuvraj Singh (@yuvisofficial)

د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۷ کال یوراج او مهیندرا سینګ ډهوني د انګلستان پر وړاندې د ۲۵۶ منډو ملګرتیا کړې وه، په یاده لوبه کې ډهوني په ۱۲۲ توپونو ۱۳۴ او یوراج سینګ په ۱۲۷ توپونو ۱۵۰ منډې جوړې کړې وې.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …