کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستانۍ لوبډلې د نمیبیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار ومونده

پاکستانۍ لوبډلې د نمیبیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار ومونده

پاکستان د نمیبیا لوبډلې ته د ماتې په ورکولو سره وکولی شول، چې د ۲۰۲۱ کال د شل اوریزو لوبو د روان نړیوال جام تر نیمه پایلوبې پورې ورسېږي.

د نړیوال شل اوریز جام ۳۱مه لوبه د پاکستان او نمیبیا ترمنځ د ابوظبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې پاکستان پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۹ منډې جوړې کړې او د نمیبیا لوبډلې ته یې د ۱۹۰ منډو غوره هدف وټاکه.

د پاکستان لپاره بابر اعظم ۷۰، محمد رضوان ۷۹ او محمد حفیظ ۳۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. د نمیبیا لپاره ډیویډ ویسی او جان فریلینک یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نمیبیا لوبډلې ونشو کړای چې د ۱۹۰ منډو هدف ترلاسه کړي او د ۵ لوبغاړو یې ۱۴۴ منډې جوړې او په ۴۵ منډو یې لوبه وبایلله.

د نمیبیا لپاره سټیپان بارډ ۲۹، کریګ ویلیمس ۴۰ او ډیویډ ویسي ۴۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره حارث رووف، حسن علي، شاداب خان او عماد وسیم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …