کورپاڼه / روغتيا / د ماشومانو د خېټې چینجي او درملنه یې

د ماشومانو د خېټې چینجي او درملنه یې

که چېرته د ماشومانو په خېټه کې چینجي پیدا شي، د هغوی وده په بد ډول تر اغېزو لاندې راولي، د قد لوړېدو مخه یې نیسي او د وزن ډېرېدل یې دروي.

نو که ستاسو ماشوم په ډېره وړه خبره هم شور یا ځېل کوي، ډېر وږی کېږي یاهم ډېر وخت د خېټې د درد شکایت کوي، نو دا نښې، نښانې ستاسو د ماشوم په خېټه کې د چینجیو د شتون څرګندونه کوي.

روغتیاپالان وايي چې دا چینجي په دوه ډوله دي، یو ډول یې هغه دي چې پر کولمو پورې نښلي او وینه زبېښي او دویم ډول هغه چینجي دي چې د ماشوم په مقعد کې وده کوي او د خارښت سبب کېږي.

کوچني ماشومان په عموم کې خاورې خوري او د همدې خاورو په سبب د هغوی په خېټه کې چینجي پیدا کېږي. دغه راز د اوبو له لارې هم پیدا کېږي او که چېرته د ځان پاکوالي ته پاملرنه ونه کړو، هم د خېټې د چینجیو د پیدا کېدو لامل کېږي.

که چېرته یو ځل په خېټه کې دا چینجي پیدا شول، نو بیا هلته وده کوي او د وینې د کمښت سبب هم کېږي، خو که چېرته دفاعي سیستم پیاوړی وي نو خپله ورکېږي او که چېرته له ډکو متیازو سره وینه هم راتله، بیا بیا ځلې د کانګو ستونزه وه، تبه او د بدن د اوبو کمښت هم و، نو ژر تر ژر ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

باید په یاد مو وي، چې د خېټې د چینجیو لپاره له بېلابېلو کورنیو نسخو څخه ګټه اخیستل د یادې ناروغۍ شدت ډېرولی شي، نو په دې حالت کې باید له ډاکتر سره مشوره وشي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …