کورپاڼه / ريکارډونه / د پاکستان لوبډلې یو بل ریکارډ هم پخپل نوم کړ

د پاکستان لوبډلې یو بل ریکارډ هم پخپل نوم کړ

د پاکستان کرکټ لوبډلې بیګا د نمیبیا لوبډلې ته د یوې په زړه پورې ماتې په ورکولو سره څلورمه پرلپسې بریا هم خپله کړه او پرته له کومې ستونزې نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

په دې پاکستان لومړنۍ لوبډله ده شوه، چې په سږني نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته لار مومي او په عموم کې دا پنځم ځل دی چې د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وځي، چې دا کارنامه کومې لوبډلې نه ده ترسره کړې.

د یادونې وړ ده، چې بیګا پاکستان لوبډلې نمیبیا ته د ۱۹۰ منډو هدف ټاکلی و، چې هغوی ورپسې ۱۴۴ منډې جوړې کړې او پاکستان د ۴۵ منډو په توپیر ددې لوبې په ګټه نیمه پایلوبې ته ووت.

دا پنځم ځل دی چې د پاکستان کرکټ لوبډله د شل اوریزو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار مومي او دا ریکارډ یې پخپل نوم کړ.

باید یاده کړم، چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۷، بیا د ۲۰۰۹، بیا د ۲۰۱۰، بیا د ۲۰۱۲ او د پنځم ځل لپاره سږ کال نیمه پایلوبه لوبوي.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …