کورپاڼه / روغتيا / که چېرته د کلسیم له کمښت سره مخ یاست، په طبیعي ډول یې پوره کړئ

که چېرته د کلسیم له کمښت سره مخ یاست، په طبیعي ډول یې پوره کړئ

که چېرته یو انسان د کلسیم له کمښت سره مخ شي نو هډوکي، بندونه او غاښونه اغېزمنوي او د هډوکو او بندونو درد او ټکونه، د لاس او پښو تاووېدل دا ټول د کلسیم د کمښت نښې دي.

نن سبا د نوو او زیاتې کالورۍ لرونکو خوراکونو لکه چاکلیټ، کیک، ساړه څښاک او کیمیاوي خوراکونه په بدن کې د کمښت یو لوی لامل دی. یوازې د زیات عمر لرونکې نه بلکې ځوانان هم د کلسیم له کمښت څخه ځورېږي. ددې لپاره اړینه ده چې د بدن کلسیم او ویټامین ډي پوره وساتو.

سابه او سبزیجات:
سابه او مېوې د سالم او روغ بدن لپاره اړین وي او د کلسیم د پوره کولو لپاره سابه ډېر ګټور وي. د بېلګې په توګه ګلپي، مرخېړي، سابه، پالک او برکولي که چېرته پخپل خوراک کې شامل کړو، نو ګټور به تمام شي.

حبوبات:
حبوبات هم د کلسیم د ترلاسه کولو یوه ښه منبع ده، ددې لپاره اړینه ده چې لوبیا، نخود، مټر او نور وکاروو او کلسیم ورڅخه ترلاسه کړو.

لبنیات:
شېدې د کلسیم د ترلاسه کولو ترټولو ښه او غوره منبع ده او لبنیات لکه پنیر، کوچ، مستې او نور هم بدن ته په برابره اندازه ویټامین برابروي او بدن تازه او ځوان ساتي.

بادام:
بادام پخپل ورځني خوراک کې شامل کړئ نو نه یوازې دا چې ټوله ورځ به تازه او ځوان وئ بلکې هډوکي به مو هم پیاوړي وي. دغه راز بادام ښه او صحت مند غوړ هم لري چې د مجموعي روغتیا لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …