کورپاڼه / خبرونه / محمد شهزاد: له ویرات کوهلي لوړې شپږیزې وهلی شم

محمد شهزاد: له ویرات کوهلي لوړې شپږیزې وهلی شم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی او پیلیز توپ وهونکی محمد شهزاد ویلي دي، چې له ویرات کوهلي لوړې شپږیزې وهلی شم.

شهزاد د خپل وزن په اړه په خبرو کې ویلي دي، چې د ویرات کوهلي په څېر ولې له غذایي رژیم کار واخلم، ځکه زه کولی شم چې له هغه څخه لوړ شاټونه ووهم.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، زه خپل فټنس هم په نارمل طریقې سره کوم او ښه په مړه خېټه خوراک هم کوم، حقیقت دادی چې زه خپل فټنس ته ډېر پام کوم خو پر خوراک جوړجاړی راڅخه نه کېږي.

هغه زیاتوي، که تاسو غواړئ چې زه د ویرات کوهلي غوندې فټنس برابر وساتم، نو دا ناشونې ده، خو د خپل وزن په کمولو هرو مرو کار کوم.

شهزاد زیاتوي، دا رښتیا دي چې دا هم رښتیا دي چې هر څوک د کوهلي په څېر نشم کېدلی، خو هغه چې څومره لوړې شپږیزې وهي، زه یې له هغې لوړې وهلی شم. هغه ویلي چې زه ډېر وخت په هند کې پاتې شوی یم، ډهوني مې نږدې ملګری دی او له سریش رینا او شکر دهوان سره مې هم ملګرتیا ده.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …