کورپاڼه / کرکټ / د هند نیمه پایلوبې ته وتل، افغانستان او نیوزیلېنډ په ښېرا او نمیبیا او سکاټلېنډ ته په دعا شونې ده

د هند نیمه پایلوبې ته وتل، افغانستان او نیوزیلېنډ په ښېرا او نمیبیا او سکاټلېنډ ته په دعا شونې ده

په نړیوال شل اوریز جام کې د هند له پرلپسې دوو ماتو وروسته د یادې لوبډلې تر نیمه پایلوبې پورې د رسېدلو په اړه بحثونه پیل شوي دی.

دا چې هند لوبډله تر نیمه پایلوبې پورې ورسېږي، ددې لپاره باید نه یوازې یاده لوبډله پاتې درې واړه په ستر توپیر وګټي بلکې د نیوزیلېنډ لوبډلې ته د نمیبیا یا سکاټلېنډ څخه د بایللو دعا به هم کوي.

یعنې هند لوبډله به درې واړه لوبې ګټي او نیوزیلېنډ باید یوه لوبه وبایلي، بیابه هند لوبډله د ښه نیټ رن ریټ په درلودلو سره نیمه پایلوبې ته لار مومي.

هند درې لوبې له سکاټلېنډ، افغانستان او نمیبیا سره لري او نیوزیلېنډ هم له یادو لوبډلو سره لوبې لري، که چېرته نیوزیلېنډ درې واړه لوبې ګټي نو د هند کیسه ختمه وګڼئ.

کوهلي په دې هیله ده چې درې واړه لوبې په ستر توپیر وګټي او ترڅنګ یې دا هم غواړي چې نیوزیلېنډ یوه ماتې وخوري، خو هغه هم په دې شرط چې افغانستان یې ترې ونه ګټي، که افغانستان نیوزیلېنډ ماتوي نو هند ته به د افغانستان نیټ رن ریټ پوره کول لویه ننګونه وي.

که چېرته نیوزیلېنډ د سکاټلېنډ او نمیبیا لوبډلو ته ماتې ورکوي او افغانستان بیا نیوزیلېنډ ماتوي او هند هم درې واړه لوبې ګټي، نو بیابه نیمه پایلوبې ته وتل یې نیټ رن ریټ پورې اړه لري.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …