کورپاڼه / خبرونه / سنیل ګواسکر افغان لوبډله د خپلې لوبډلې لپاره خطرناکه وګڼله

سنیل ګواسکر افغان لوبډله د خپلې لوبډلې لپاره خطرناکه وګڼله

د هند کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر سنیل ګواسکر افغان لوبډله د خپلې لوبډلې لپاره خطرناکه وګڼله. هغه ویلي دي چې افغان لوبډله پرته له وېرې لوبېږي.

سنیل ګواسکر ویلي دي چې افغان لوبډله ډېر غوره ورو اچونکي لري او هند لوبډلې ته سرخوږی جوړولی شي، ځکه چې د هند لوبډلې په دې وروستیو کې د ورو اچونکو پر وړاندې ښه نه ده لوبېدلې.

نوموړي زیاته کړې ده، افغان لوبډله د کېلې د پوستکي په څېر دی، هر لوبډله چې ورته د کمزورې فکر کوي نو هغه به څو ځلې لوېږي.

هغه دا هم ویلي دي چې د افغانستان ورو اچونکي د پاکستان او نیوزیلېنډ څخه ډېر پیاوړي دي، نو که چېرته د هند لوبډله یې ځواب ورکول غواړي نو باید چټکه توپ وهنه وکړي.

هغه د هند لپاره په ځانګړي توګه راشد خان ډېر خطرناک وګاڼه او زیاته کړې یې ده چې د مجیب ځدران او راشد خان پر وړاندې دې مختلف ولوبېږي او یو څه مختلف ترسره کړي.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …