کورپاڼه / خبرونه / انضمام الحق هم وړاندوینه وکړه چې افغان لوبډله به هند ته ماتې ورکوي
انضمام الحق

انضمام الحق هم وړاندوینه وکړه چې افغان لوبډله به هند ته ماتې ورکوي

د پاکستان کرکټ د پخواني چټک توپ اچونکي شعیب اختر له وړاندوینې وروسته پخوانیو لوبغاړو انضمام الحق او مشتاق احمد هم وړاندوینه کړې، چې د هند پر وړاندې به افغان لوبډله بریا ترلاسه کوي.

انضمام الحق له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې افغان لوبډله هند ته ماتې ورکړي، خو اوس هند تر فشار لاندې نه دي، نو ددې لپاره به هند ډېره چټکه توپ وهنه وکړي یا به افغان لوبډله ښه وټکوي یا به یې یو طرفه ولوبوي.

بل لوري ته مشتاق احمد بیا ویلي دي د افغانستان لوبډلې ترکیب ډېر ښه دی، ورو توپ اچونکي یې ښه په ټچ کې دي او د ګټې ښه فرصت لري.

له دې وړاندې شعیب اختر ویلي ول، که چېرته افغان لوبډله د لوبې پچه وګټي او لومړی توپ اچونه وکړي نو هند لوبډله به پرته له شکه لوبه بایلي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به نن ماښام له هند لوبډلې سره مخ شي، که چېرته افغان لوبډله دا لوبه وګټي نو هند لوبډله د مخکې تګ چانس په معجزو هم ونلرو، خو افغان لوبډلې ته د مخکې تګ لار به هواره شي.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …