کورپاڼه / روغتيا / د مڼې جوس وڅښئ او خپل دماغ تازه وساتئ

د مڼې جوس وڅښئ او خپل دماغ تازه وساتئ

د مڼې د روغتیایي ګټو په اړه همدا یوه مشهوره مقوله بسنه کوي، چې هره ورځ یوه مڼه وخورئ او ډاکتر ته له تګ ځان وژغورئ، یعنې مڼه دومره حیرانوونکې ګټې لري، چې د انسان د بشپړې روغتیا ضمانت کوي.

خو بیاهم اړینه ده چې ووایو مڼه د اورېدو حس، د معدې ستونزو، د وینې کمښت، د زړه ناروغۍ، روماتېزم او ډېرو نورو ناروغيو په مخنيوي کې مهم رول لوبوي.

بل لوري ته د یوې څېړنې له مخې ویل شوي دي، چې هره ورځ د مڼې جوس څښل، ذهني وړتیاوې زیاتوي او حافظې ته هم ځواک ورکوي.

په دې څېړنه کې راغلي دي، چې هره ورځ د مڼې د جوس څښلو سره په انسان د دماغي سکتې یا فلج مخینوی هم کيږي او دماغي کمزوري له منځه وړي.

څېړنه زیاتوي، هغه کسان چې ډېر کار کوي او تر ډېره په دفتر کې وي، هغوی دې د مڼې له جوسو ګټه واخلي او خپل دماغ او ذهن دې پیاوړی او تازه وساتي. باید یاده کړم چې د مڼې جوس د خپلو غذایي موادو په سبب د مجموعي روغتیا لپاره هم ګټور وي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …