کورپاڼه / خبرونه / د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو تازه درجه بندي: ونېندو هسرنګا لومړی مقام خپل کړی، خو راشد شاتګ کړی

د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو تازه درجه بندي: ونېندو هسرنګا لومړی مقام خپل کړی، خو راشد شاتګ کړی

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د نړیوالو شل اوریزو لوبو تازه درجه بندۍ راشد خان شاتګ کړی، خو مجیب الرحمن بیا پخپل پاتې دی.

د نړیوالو شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو په برخه کې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان څلورم مقام نېولي او مجیب الرحمن پنځم مقام کې ځای لري.

دغه راز په نوملړ کې د سریلانکا ورو توپ اچونکي ونېندو هسرنګا له تبریز شمسي څخه لومړی مقام نېولی او هغه یې دویم ته غورځولی او دریم مقام بیا د انګلستان ورو توپ اچونکي عادل رشید سره دی.

دغه راز استرالوي ادم زمپا شپږم، سویلي افریقایي انریک نورجه اووم، استرالوي اشټون اګر اتم، انګلستانی کریس جورډن نهم او نیوزیلېنډی ایش سودي په لسم مقام کې ځای لري.

د یادونې وړ ده، چې ونېندو هسرنګا په نړیوال جام کې هیټریک هم وکړ او د سږني کال او نړیوال جام ډېر ویکټې هم نوموړي اخیستي دي، خو په تېره لوبه کې خپلې چټکې پنځوس ویکټې هم پوره کړې.

دا هم ولولئ

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) …