کورپاڼه / روغتيا / د ګلپيانو د موسم په راتګ سره یې له حیرانوونکو ګټو هم خبر شئ

د ګلپيانو د موسم په راتګ سره یې له حیرانوونکو ګټو هم خبر شئ

ګلپي یو له هغه سبزیجات له ډلې څخه دی، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او پخپل ترکیب کې په دومره اندازه غذایي مواد لری چې د بدن اړتیاوې پوره کولی شي.

ګلپي پخپل ترکیب کې لږه کالوري، ويټامین سي، ويټامین کی، ويټامین بي۶، فولاد، پانتوتنیک اسید، پوتاشیم، منګنیز، میګنیزیم، فاسفورس، فایبر، انټي اکسیدان او نور غذایي مواد لري.

د ګلپي فایبر د هاضمې سیستم ښه کوي، د قبضیت مخه نیسي، تر ډېره اشتها ورکوي او په دې ډول د چاغوالي مخه نیسي. دغه راز د انتي اکسیدان په درلودلو سره د آزادو راډیکلونو پر وړاندې مقابله کوي او د سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي.

ګلپي پخپل ترکیب کې د کولین په نوم ماده لري او کولین هغه مهم مواد دي، چې په بدن کې د مېتابولېزم له پروسې سره مرسته کوي. که چېرته په بدن کې دا ماده کمه شي نو د عصبي کمزورۍ او د زړه د ناروغيو سبب کېدلی شي.

په ګلپي کې په ډېره اندازه د سولفورفان په نوم ماده هم شته، چې د سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي او دومره غذایي مواد لري چې د حبوباتو پر ځای یې هم کارولی شو

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …