کورپاڼه / روغتيا / آیا د بې خوبۍ یا د خوب د ستونزو له زیان څخه خبر یاست؟

آیا د بې خوبۍ یا د خوب د ستونزو له زیان څخه خبر یاست؟

خوب د ژوند او روغتیا ترټولو مهمه اړتیا ده، ځکه خو ورځني ژوند په دریو برخو ویشل شوی، چې اته ساعته یې د کار، اته ساعته د عبادت او اته ساعته د خوب لپاره وي.

خو که چېرته د خوب له کمښت سره مخ شو، نو له ګڼ شمېر ناروغیو څخه خوندي پاتې کېږو. روغتیاپالان وایي د خوب ستونزې د یو لړ ناروغیو لکه شوګر، د وینې فشار او نورو ناروغیو لامل کېږي.

د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي، چې بې خوب یا د خوب ستونزې یوه داسې ناروغي چې نښې، نښانې یې ډېر وروسته، یعنې پنځه کاله وروسته ښکاره کېږي.

کله چې په خوب کې د ستونزو سره مخ شو، نو دماغو ته په بشپړ ډول اکسیجن نه رسېږي او بیا د ګڼ شمېر ناروغیو سره مخ کېږو او خپل قیمتي ژوند له خطر سره مخ کوو.

څېړنې دا هم وایي چې د خوب ستونزې یا د خوب خلل په ځانګړې توګه د ډېر عمر لرونکو ښځو لپاره خطرناک وي او تر اتیا سلنو پورې ډېر عمره ښځې له ګڼ شمېر ناروغیو سره مخ کوي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …