کورپاڼه / روغتيا / څه وکړو چې د هوا په سړېدو سره له زکام څخه وژغورل شو؟

څه وکړو چې د هوا په سړېدو سره له زکام څخه وژغورل شو؟

د هوا په بدلون یا سړېدا سره ګڼ شمېر موسمي ناروغۍ رامنځته کېږي، چې زکام او نزله یې پکې د یادونې وړ دي. روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته د روغتیا اړوند لږ هم احتیاط وکړو نو له یادو ناروغیو څخه خوندي پاتې کېدلی شو.

د اوبو، جوسو او نورو مایعاتو له استعمال سره د بدن اوبه پوره ساتل کېږي، بدن د اوبو له کمښت سره نه مخ کېږي. ددې لپاره اړینه ده چې هره ورځ اته ګیلاسه اوبه وڅښل شي.

دغه راز د زکام او نزلې لپاره له اوبو، چای، میوې اوبه او سرکې څخه ګټه پورته کړئ او له سوپ او ښوروا هم ګټه اخیستلی شئ. خو باید په یاد مو وي چې کافي او نور هغه توکي چې کافین لري د بدن اوبه کموي.

د ګرمې هوا یا بخار تنفس کول د وینې جریان ښه کیږي او د نزلې لپاره ډېره گټوره وي. دغه راز په ورځ کې څو ځله پوزه سوڼ کړئ.

که چېرته تاسې د زکام پرمهال پوزه سوڼ کړئ، خو باید پام مو وي چې د پوزې د سوڼ کولو پرمهال باید په پوزه ډېر فشار را نشي ځکه که چېرته پر پوزه ډېر فشار راشي نو د پوزې څخه میکروبونه غوږ ته انتقالیږي او غوږ دردۍ لامل کېږي.

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …