کورپاڼه / کرکټ / د نړیوالو شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو او الراونډرانو تازه درجه بندي: حضرت ځاځي او محمد نبي شاتګ کړی

د نړیوالو شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو او الراونډرانو تازه درجه بندي: حضرت ځاځي او محمد نبي شاتګ کړی

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو او الراونډرانو تازه درجه بندي اعلان شوې، چې حضرت الله ځاځي او محمد نبي پکې شاتګ کړی.

د شل اوریزو د توپ وهونکو په نوملړ کې لومړی مقام له بابر اعظم سره دی، په دویم مقام کې ډیویډ ملان، په دریم مقام کې ارون فینچ، په څلورم مقام کې محمد رضوان، چې پرمختګ یې کړی او پنځم مقام کې ویرات کوهلي، چې شاته یې کړی، ځای لري.

دغه راز په شپږم مقام کې ایدین مارکرم، په اووم مقام کې ډیون کانوي، په اتم مقام کې لوکېش راهول، په نهم مقام جوس بټلر او لسم مقام کې ایون لویس ځای لري او حضرت ځاځی له لسم مقام څخه یوولسم مقام ته شاتګ کړی.

د الراونډرانو په نوملړ کې لومړی مقام له شکیب الحسن سره دی، دویم مقام له محمد نبي، چې شاتګ یې کړی، دریم له جی جی سمیت، څلورم له ونېندو هسرنګا او پنځم له ذیشان مقصود سره دی.

بل لوري ته شپږم مقام له خاور علي، اووم له ګلین مکسویل، اتم له ریچي برینګټن، چې پرمختګ یې کړی، نهم له روښان مصطفی او لسم مقام لیام لیونګسټون سره دی.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …