کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان بانک د انفرادي حساب لرونکو کسانو لپاره له بانک څخه د پیسو ایستلو اندازه ډېره کړه

د افغانستان بانک د انفرادي حساب لرونکو کسانو لپاره له بانک څخه د پیسو ایستلو اندازه ډېره کړه

د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د انفرادي حساب لرونکو کسانو لپاره له بانک څخه د پیسو ایستلو اندازه ډېره کړه.

د خبرپاڼې له مخې، تر دې وروسته هر هغه څوک چې انفرادي حسابونه لري، کولی شي چې په اونۍ کې له خپل بانکي حساب څخه ۳۰ زره افغانۍ یا ۴۰۰ امریکایي ډالر تر لاسه کولی شي.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي دي، هغه پیرېدونکې چې په میاشت کې د یو ځل لپاره د پیسو ایستلو غوښتنه کوي، هغوی کولی شي چې ۱۲۰۰ امریکایي ډالر یا ۱۰۰ زره افغانۍ له خپلو حسابونو تر لاسه کړي.

په خبرپاڼه کې سوداګریزو بانکونو ته لارښوونه شوې، چې د لړم له ۱۲مه نېټې وروسته هر څوک چې بانکونو ته نغدې پیسې راوړي، د بیرته غوښتنې په صورت کې دې ټول ورکړل شي.

افغانستان بانک خبرداری ورکړي، که څوک له دې امر څخه سرغړونه کوي نو د مستندو شکایتونو په صورت کې به له هغوی سره سخت قانوني چلند وشي. دغه راز زیاتوي چې دوی غواړي نورې اسانتیاوې هم رامنځته او بانکي نظام پیاوړی کړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هېوادوالو په اوونۍ کې د ۲۰ زره افغانیو او ۲۰۰ امریکایي ډالرو د تر لاسه کولو اجازه درلوده.

دا هم ولولئ

سعودي حکومت په عمره کوونکو نوي محدویتونه وضع کړل

د کورونا وایروس د نوې بڼه له خپرېدو وروسته، سعودي عربستان ته د عمرې لپاره …