کورپاڼه / هنر او کلتور / کترینه کیف او وکي کوشال ولې په هند کې واده کوي؟

کترینه کیف او وکي کوشال ولې په هند کې واده کوي؟

له ډېرې مودې راهیسې په ټولنیزو رسنیو د کترینه کیف او وکي کوشال د واده آوازې خپرېږي او څه موده وړاندې د دواړو د واده نېټه او ځای هم څرګند شو، خو دا چې دوی ولې په هند کې واده کوي، اوس یې لامل روښانه شو.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس، د بالیووډ مخکښه اداکاره کترینه کیف او وکي کوشال په نړیواله کچه د واده کولو پرځای په هند کې د واده کولو اراده لري، ځکه چې دواړه په ډېرو فلمونو کې د کار کولو لاسلیکونه کړي.

راپور زیاتوي، کترینه کیف له سلمان خان سره د (ټایګر۳) فلم شوټنګ په ۲۰۲۲ کال پای رسوي او بل لوري ته وکي کوشال هم د فلم پر ثبت بوخت دی، نو که چېرته په بهر کې واده کوي نو له کار څخه به نور هم لېرې کېږي، چې د دواړو په ګټه نه دي.

راپور دا هم وایي چې کترینه کیف او وکي کوشال په هند کې ځکه د واده کولو پرېکړه کړې، چې نړۍ اوس هم د کورونا وایروس له ګواښ سره مخ ده.

د یادونې وړ ده، چې کترینه کیف او وکي کوشال د روان کال په دسمبر کې واده کوي او د واده مراسم به یې د هند په راجستان ایالت کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …