کورپاڼه / کرکټ / اکاش چوپړا: د بابر اعظم او محمد رضوان جوړه داسې ده لکه اور او اوبه

اکاش چوپړا: د بابر اعظم او محمد رضوان جوړه داسې ده لکه اور او اوبه

په نړیوال شل اوریز جام کې د پاکستان پرلپسې څلورو بریاوو نه یوازې دا لوبډله تر نیمه پایلوبې پورې ورسوله بلکې د کرکټ شنونکې ې په ستاینو ستړي شول.

تېره ورځ پاکستان لوبډلې نمیبیا ته په ماتې ورکولو سره د پنځم ځل لپاره د شل اوریزو نړیوال جامونو کې نیمه پایلوبې ته ووته، چې بیا یې هندي مبصر اکاش چوپړا ډېره ستاینه هم وکړه.

اکاش چوپړا په یو ویډیویي پیغام کې د پاکستانۍ لوبډلې ستاینه کړې او د بابر اعظم او محمد رضوان جوړه یې د اور او اوبو جوړه ګڼلې ده او د دواړو پیلیزو توپ وهونکو جوړه یې غوره ګڼلې ده.

اکاش چوپړا ویلي چې محمد رضوان چټکه توپ وهنه کوي او بابر اعظم بیا معیاري لګیا وي او له رضوان څخه ښه دی خو د بابر اعظم د منډو کریډیټ هم رضوان ته ځي، رضوان حمله کوي او بابر په منظم ډول منډې جوړوي.

نوموړی زیاتوي، په یوه لوبه کې رضوان ورو لوبه کوله، نو بلخوا بابر اعظم تېزه لوبه کوله. هغه دغه راز ویلي دي، چې په نړیوال جام کې هغه لوبډله بریالۍ ده چې اوپنران یې ښه لوبه وکړي.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …